راسره زمونږ په خوا کښې پنجابيان خپلو کښې يو شوه
که په سند مو نظر وکړو نو سنديان خپلو کښې يو شوه
دا د غرونو ساده خلک بلوچيان خپلو کښې يو شوه
د کنټرول کرښه ئې مېنځ کښې کشميريان خپلو کښې يو شوه
دا د بل وطن راغلي مهاجر خپلو کښې يو شو
يو پښتون دے په پردۍ دوپړۍ ګډېږي
راځئ چې سره يو شو
د هغې جنډې لاندې
د بابا د جنډې لاندې
د ادې د جنډې لاندې
چې په وينو ده لړلې
د هغې جنډې د لاندې
چې نشان د پښتنو دے
د دې سرې جنډې د لاندې
#EnoughIsEnough




Source

2 responses

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *