دَ پاکستان آئين سازه اسمبلۍ کښې

دَ باچا خان
رح 
تقريرونه

ټول حقونه دَ باچا خان ريسرچ سنټر په حق کښې محفوظ دي.

دَ کتاب نوم: دَ باچا خان
تقريرونه

دَ چاپ شمېر: 1000

دَ چاپ کال: 2010ء

چاپوونکے

باچا خان ريسرچ سنټر، باچا خان مرکز پېښور

پېش لفظ

زمونږ دَ هادي او رهبر باچا خانرح په حواله اشرافيه طبقې او دَ هغې پاللو دَ ابلاغ
ذريعو چې دَ پاکستان دَ شروع نه کوم نفرت راپېداکونکے مُهم شروع کړے وۀ، دَ هغې يوه
نتيجه دا راووته چې دَ نوي نسل او خصوصاً دَ پاکستان دَ نورو برخو سره تعلق لرونکو
خلقو په ذهنونو کښې دا خبره پخه شوه چې خدائي خدمتګار تحريک، باچا خان رح او دَ هغۀ
ملګري پاکستان دَ خپل سياسي جدوجهد دَ ناکامۍ سبب ګڼي او له دې وجې نۀ صرف دا ملک
ماتول بلکې په ملک کښې دننه انارکي پېدا کول غواړي. په دې کښې هېڅ شک نشته چې باچا
خان رح او دَ هغوي ملګري دَ هند دَ تقسيم مخالف وو خو دَ هغوي دا جدوجهد دَ اخلاص،
قربانيو او دَ ښو نيتونو دَ لازواله مثالونو نه عبارت دے. هغوي دا جدوجهد دَ خط
وکتابت او سټينوګرافر په مرسته نۀ وۀ کړے بلکې دَ دې سيمې دَ پېرنګي دَ غلامۍ نه دَ
خلاصولو دپاره ئې هغه قربانۍ ورکړې وې چې مثال نۀ لري. نور زياتے ورسره دا وشۀ چې
دَ قيام پاکستان نه پس دَ دوي دَ زوړ سياسي جدوجهد په نتيجه کښې رياست دَ دوي دَ
قبلولو نه په عملي توګه انکار وکړو حالانکې باچا خان رح دَ مجلس آئين ساز غړے وۀ،
کوم چې دَ پاکستان دَ جوړېدو نه پس دَ ملکي نظم او نسق په حواله دَ قانون جوړولو
اختيارمند وۀ او صرف دا نه بلکې دوي او دَ دوي ملګري دَ بدترين رياستي جبر ښکار هم
شو. تر اوږدې مودې په جېلونو کښې وساتلے شو. دوي او دَ دوي ملګريو سره هغه سلوک
وکړے شو کوم چې به دَ جاهليت په زمانه کښې مفتوحه خلقو سره کولے شۀ. رياستي منابعې
دَ دې خبرې دَ خورولو دپاره مختص کړې شوې چې دَ مسلم ليګ نه سېوا ټولې سياسي ډلې
غېر رياستي سوچ لري او باچا خان رح دَ دوي سرخېل دے. دَ دې ملک دَ اکابرينو په دې
سوچ بنده حېرانېږي چې هغوي په شعوري توګه هر يو سياسي مخالف له په مسلم ليګ کښې دَ
شاملېدو بلنه ورکوله او دَ يو جماعتي نظام بنياد ايښودل ئې غوښتل او دا خبره بېخي
هېره کړې شوې وه چې دَ جمهوريت ښائست دَ اختلاف له وجې ځلا مومي. شايد چې دَ دې ملک
دَ اکابرينو خيال وۀ چې دَ ملک خدمت صرف په دې شکل کښې کېدے شي چې ټول خلق صرف او
صرف په مسلم ليګ کښې شامل شي او دَ اختلاف هېڅ ګنجائش پاتې نۀ شي نو په منظمه توګه
مسلم ليګ سره دَ نظرياتي تړون نۀ لرونکيو مشرانو خلاف يو مُهم وچلولے شۀ، بعضې
غداران وګرځولے شي او بعضې کافران او دَ حکومتي پاليسو مخالفت غېر اسلامي کار
وګرځېدو.
دا کتابګوټے په دې حواله دَ پاکستان په شروع کښې په دستور سازه اسمبلۍ کښې دَ
کېدونکيو بحثونو تفصيل لري، دا يو څو صفحې او دَ دې متن دا ثابتولو له کافي دي چې
دَ يو نوي مملکت بانيانو د رياست امورو چلولو دپاره څۀ لاره خوښه کړې وه. کله چې دَ
کانګرس دَ آئين سازې اسمبلۍ يو غړي دهرندرا ناتهـ دته صاحب دَ اېف سي آر دَ تور
قانون دَ لاندې دَ باچا خان رح دَ ګرفتارۍ خلاف دَ التواء يو تحريک پېش کول غوښتل
نو هغه په دې پوه کړے شۀ چې دَ حکومت مخالفين کۀ هغه دَ ايوان غړے ولې نۀ وي، هغوي
سره دَ شوي زياتي خبره به نۀ شي اورېدلې. حالانکې دَ التواء په دې تحريک کښې يو څو
خبرې داسې وې چې دَ مخکښې نه فېصله شوې وې. وړومبے خو دَ هغوي ګرفتاري دَ ١٩٠١ء دَ
يو داسې قانون لاندې شوې وه چې دَ هغې عملداري دَ ګورنمنټ آف انډيا اېکټ ١٩٣٥ء نه
پس دَ بندوبستي علاقو نه دَ آئين له رويه ختمه شوې وه او په دې کښې هېڅ شک نۀ وۀ چې
دَ لېن دېن دَ تنازعاتو نه سېوا داسې هېڅ يو صورت نۀ وۀ چې دَ بندوبستي علاقې يو
عام وګړے دې دَ اېف سي آر لاندې ګرفتار کړے شي لا بيا دَ پارليمان غړے. دا تحريک
صدرِ مجلس مولوي تميز الدين خان دَ ضروري بحث نه پس په دې بنياد مسترد کړو چې دَ دې
معاملې تعلق دَ مرکزي حکومت سره نۀ دے، دا يوه صوبائي معامله ده خو دَ يو قابل وکيل
په حېثيت مولوي تميز الدين خان په دې خبره دَ غور تکليف کول هډو محسوس نۀ کړل چې دَ
باچا خان رح ګرفتاري دَ شمال مغربي سرحدي صوبې (سابقه) دَ داخلي معاملې دَ ګرځولو
سوال خو هم هغه وخت پېدا کېدے شو کله چې دَ اېف سي آر دَ قانون لاندې اختيار صوبائي
حکومت سره وې. هر څو کۀ دَ هغه وخت وزير اعظم او وزير داخله دواړه دا خبره کوي چې
په دې قانون عملدرآمد دَ صوبائي حکومت اختيار دے خو دا خبره دَ هغوي په وېنا قانون
خو نۀ شي جوړېدې. دَ اېف سي آر قانون دَ صوبائي حکومت په دائره اختيار کښې کېدو
دپاره هېڅ حواله نۀ دې ورکړې شوې او دَ ټولو نه لويه خبره دا چې کال مخکښې يعني په
١٢ اګست ١٩٤٧ء هم دې مجلس آئين ساز يوه کمېټي دَ ملک د اوسېدونکو خلقو چې اقليتونه
هم پکښې وو، دَ بنيادي حقونو په نوم جوړه کړې وه، هغې ته وئيلي شوي وو چې دَ بنيادي
حقونو په حواله دې دَ آئين سازې اسمبلۍ رهنمائي کوي. دَ دې کمېټۍ دَ ټولو غړو تعلق
دَ مجلس آئين ساز سره وۀ خو هېچا هم دَ جناب دهرندراناتهـ دته صاحب له اړخه په پېش
کړې شوې دې نکته هېڅ غوږ ونۀ ګرولو چې دَ باچا خان رح دَ ګرفتارۍ معامله په هېڅ يو
عدالت کښې زېر غور نۀ ده يا په نورو لفظونو کښې هغوي په حبس بېجا کښې ساتلي شوي دي
خو دَ بنيادي حقونو دَ آئيني کمېټۍ، صدرِ مجلس، وزير اعظم او وزير داخله او دَ
رياست دَ ټولو اکابرينو په نزد دَ دې خبرې هېڅ اهميت نۀ وۀ. دهرندراناتهـ دته صاحب
په ډېر شديد انداز کښې چې کله دا تپوس کوي چې ((کۀ دا تحريک دلته دَ بحث دپاره
منظور نۀ کړے شۀ نو زۀ به اخر چرته ځم)). نو هم په دومره شدت سره دا احساس دَ اذيت
شکل اختياروي چې عدالتونه په دې معامله غور نۀ کوي. حکومت خو خپله مدعي دے او دَ
آئين سازې ادارې افسر يعني صدرِ مجلس په دې کښې هېڅ دلچسپي نۀ اخلي نو ظاهره ده چې
اصول او ضابطې، قوانين او قاعدې به خپل وجود بائلي. دَ جناب دهرندراناتهـ دته صاحب
په دې يوه فقره کښې يو لفظ (دلته) او (چرته) په خصوصيت سره بيا بيا فکر ته بلنه
ورکوي.
دَ پاکستان دَ شروع نه دَ بنيادي اُمورو په حواله داسې غلطۍ او کوتاهۍ شته چې
تراوسه دَ جناب دهرندراناتهـ دته صاحب دَ سوال ځواب نۀ لري او دَ دې (چرته) درک
معلومولو پسې ټول پاکستان لګيا دے ګرځي چې چرته به انصاف په لاس راځي. ستم ظريفي دا
ده چې مولوي تميز الدين خان چې کله دَ آئين سازې اسمبلۍ دَ تحليل خلاف عدالت ته
ورسېدو نو هغۀ سره هم هغه سلوک وشۀ کوم چې دوي په آئين سازه اسمبلۍ کښې دهرندراناتهـ
دته صاحب سره کړے وۀ او هغوي سره څۀ وشو، ثابت نظام او تل دَ جمهوريت سره هم وشو تر
دې چې دې فېصلې دَ اوسنۍ عشرې په شروع کښې جمهوريت او پارليمان ته دَ دغې (چرته) دَ
بې درکه کېدو خبر په دولسم اکتوبر دَ فوځي اقدام دَ باجوازه کېدو په شکل کښې
واورولو.
جناب دهرندراناتهـ دته صاحب يو معروف او قابل قانون دان او سياستدان وۀ. دَ هغۀ
تعلق دَ کانګرس سره وۀ او دَ پېرنګي خلاف جدوجهد کښې دَ قېدوبند تکليفونو برداشت
کولو يو پوره تاريخ ئې لرلو. بنګالي ژبې ته دَ پاکستان دَ سرکاري ژبې حېثيت ورکولو
وړومبۍ مطالبه دوي کړې وه. په ١٩٧١ء کښې دَ يو فوځي اپرېشن په دوران کښې ونيوے شۀ
او دَ تفتيش دَ ځائے نه ئې مړے واپس راغے. دغه وخت دَ دۀ عمر پينځۀ اتيا کاله وۀ.
دَ بنګله دېش خلق دۀ ته دَ دې قربانۍ له وجې شهيد وائي.
په يوه بله مباحثه کښې باچا خان رح دَ خپل تېر سياست وضاحت او دَ مستقبل دَ حکمت
عملۍ اظهار کوي. راتلونکو پاڼو کښې به دا خبره هم مخې له راشي چې باچا خان چې دَ
کومو خبرو اظهار کړے وۀ نو هغې دَ مستقبل بينۍ دَ پُراسرار علم سره تعلق نۀ لرلو
بلکې دَ هغې لويې هستۍ وِژن وۀ. کله چې هغوي دَ پاکستان په مجلس آئين ساز کښې دَ دې
خبرې اظهار کوي چې په دې ملک کښې کرپشن دے، په نظام کښې هېڅ بدلون نۀ دے راغلے،
وفاقي اکايو سره دَ مرکز سلوک دَ مېرې مور په شان دے او يا دا چې زمونږ حکومتونو له
پکار دي چې دَ خپل څادر سره پښې غزوي يا دَ دې په نتيجه کښې دَ ملک دَ کمزورې کېدو
خبره کوي او دَ عدم استحکام ويره ښکاره کوي نو آيا دا خبرې نن غېر متعلق دي؟ نن دا
خبرې ټول کوي او زياته خوندوره خبره خو دا ده چې ټول مسلم ليګيان هم په دې خبرو
شخوند وهي. خو مجموعي رويه هم هغه ده کومه چې دَ غضنفر علي خان وه. کله چې باچا خان
رح په دغې آئين سازې اسمبلۍ کښې ووې چې وزير اعظم (نوابزاده لياقت علي خان) پېښور
ته راغے نو زمونږ مسلم ليګيانو وروڼو دوي ته هغه خبره وکړه (دَ نظرانداز کېدو) کومه
چې مونږ کوو خو وزير اعظم صاحب ووې چې هغه دَ خېبر نه واخله تر چټاګانګ پورې ټول
مسلمانان يو کول غواړي. په دې څوک اعتراض کولے شي؟ خو زمونږ سوال دا دے چې يو طرف
ته خو تاسو دَ خېبر نه تر چټاګانګ پورې مسلمانانو يو کولو خبره کوئ نو بل اړخ ته
تاسو ته په دې ولې اعتراض دے چې پېرنګي کوم پښتانۀ ټوکړې ټوکړې کړي وو، هغوي متحد
کړے شي، دا څنګه دَ اسلام خلاف ده؟ نو دَ مهاجرينو او ابادکارۍ وزير غضنفر علي خان
فتوٰي ورکړه چې دا دَ اسلام خلاف دي. دا ټولې خبرې به لوستونکي په دې کتابګوټي کښې
ولولي.
پاکستان کښې دَ اشرافيه طبقې نمائنده دَ قلم خاوندان او دَ مطالعۀ پاکستان لوستونکي
دَ باچا خان رح په دې عظيم الشان سياسي، جمهوري او آئيني تدبر تنقيد کوي خو لږ دا
وګورئ چې هغه خلق چې په دې ملک کښې دَ ازادۍ سرکاري مشران جوړ شوي دي او ټول سرکاري
عزتونه، مقبوليتونه او مراعات ورته حاصل دي، په دې نکته باچا خان پوه کړي وو چې دَ
آئين او قانون ژبه دَ استعمار نه بلکې دَ ازادې جمهوريې پکار وي چرته چې عوام رعايا
نه بلکې دَ ملک ازاد او دَ احترام قابل اوسېدونکي ګڼلے شي. دَ خپل دې بصيرت اظهار
هغوي په دې لفظونو کړے دے. ((کومه خبره چې ماله ډېر تکليف راکوي هغه دا ده چې
سرکاري اعلاميې په هغه ژبه او هغه لهجه کښې جاري کولے شي چې برطانوي راج شروع کړې
وه.))
په دې مباحثو کښې باچا خان رح دَ هغو رهنما اصولو ذکر کړے دے چې هغه په موجوده صورت
حال کښې هم او په تېرو شوو درې شپېتو کالو کښې عېن متعلق دي او دَ هغوي دَ سياسي
دانش او تدبر اظهار ترې کېږي. مثلاً سږ کال يعني په ٢٠١٠ء کښې دَ سېلاب تباهيو
خصوصاً پښتونخوا او په عمومي ډول پوره ملک ته نقصان رسولے دے، په کومه زمانه کښې چې
باچا خان رح دَ دغې مرکزي آئين سازې اسمبلۍ ممبر وۀ نو دَ ملک په مشرقي برخه کښې
يعني په ننني بنګله دېش کښې يو تباه کوونکے سېلاب راغلے وۀ. باچا خان رح په دغې
حواله وئيلي وو چې دَ اقداماتو کولو صورت دې عملي وي او مونږ له پکار دي چې خپل
خرچونه راکم کړو او دَ دې آفت مقابله وکړو. دوي په دې خبره زور ورکړے وۀ چې کۀ
پاکستان يو غريب ملک دے نو دې به دَ يو غريب ملک په شان چلول پکار وي او چې کله وخت
راشي او پاکستان مالدار شي نو دَ دې دَ چلولو انداز به هم بيا هغه شان کړے شي. دا
دَ حکمت نه ډکه خبره دَ شروع ورځې نه نظرانداز کړې شوې وه.
دا تقريرونه دَ پاکستان دَ مجلس آئين ساز دَ ريکارډ نه حاصل کړي شوي دي او دا کار
زمونږ دَ قومي اسمبلۍ دَ غړې محترمه بشرٰي ګوهر دَ مرستې نه بغېر ممکن نۀ وۀ. په
بنيادي توګه دا تقريرونه په انګرېزۍ کښې وو چې اُردو ترجمه ئې دُرناياب صاحبزاده او
پښتو ترجمه ئې مشتاق مجروح يوسفزي په ډېره مينه او محنت کړې ده. دَ باچا خان ريسرچ
سنټر چئيرمېن جناب پروفېسر ډاکټر فضل الرحيم مروت هم دا حق لري چې دَ هغۀ شکريه ادا
کړے شي.
اوس حالات ډېر بدل شوي دي. دَ جمهوريت او حزب اختلاف په حواله پاکستان کښې ډېرې
خبرې واضحه شوې دي، اوس حزب اختلاف غداران يا کافران نۀ شي ګڼلے بلکې دَ حزب اختلاف
دَ اواز احترام دَ جمهوريت دَ روح ګڼلو رواج شروع شوے دے. شايد دَ دې يوه وجه دا هم
وي چې پاکستان دَ هغې مرحلې نه تېر شوے دے او تېرېږي چې مسلم ليګ هم دَ حزب اختلاف
پارټي جوړه شوې ده خو دَ دې بحثونو اهميت ختمېدے نۀ شي. دا دَ يوې استغاثې او ثبوت
حېثيت لري او دَ دې دا حېثيت به چرې هم ختم نۀ شي.

ځلان مومند
جائنټ ډائرېکټر
باچا خان ريسرچ سنټر
باچا خان مرکز پېښور


{mospagebreak}
 

دَ پاکستان دَ دستور سازې اسمبلۍ
تقريرونه

دَ زيارت ورځ شپاړسم دسمبر 1948ء

دَ خان عبدالغفار خان په ګرفتارۍ دَ تحريک
التواء په تجويز بحث

جناب دهرندراناتهـ دته (مشرقي بنګال): جناب صدر، زۀ دَ التواء دَ يو تحريک پېش کولو
اجازت غواړم.
صدر مجلس: کۀ تاسو ته داسې څۀ اجازت پکار وي نو وړومبے دَ دې تحريک دَ باجوازه کېدو
په سوال غور پکار دے. تاسو دې تحريک باندې دَ بحث کولو باره کښې څۀ وئيل غواړئ؟
جناب دهرندرا ناتهـ دته: وړومبے سوال ستاسو دَ اجازت دے.
صدر مجلس : دته صاحب! تاسو دَ بنګال دَ مجلس قانون ساز غړي يئ او په دې لړ کښې دَ
هغې مجلس قواعد او ضوابط دَ دې مجلس دَ قواعدو او ضوابطو نه مختلف دي له دې وجې
تاسو ته څۀ غلط فهمي کېږي. په دې مجلس کښې دَ تحريک دَ باجوازه کېدو او دَ هغې
دپاره دَ صدر دَ اجازت اخستو سوال يو بل سره تړلي دي او هم دَ جواز جوړېدو په صورت
زۀ اجازت درکولے شم.
جناب دهرندراناتهـ دته : جناب صدر! تر کومې چې دَ دې تحريک دَ باجوازه کېدو سوال دے
نو په دې لړ کښې زۀ په متعلقه ضابطو کښې دَ ضابطه نمبر ١١ او ١٢ حواله ورکول غواړم:
جناب سردار بهادر خان (صوبه سرحد مسلم): (نکتۀ اعتراض) جناب صدر! زۀ معزز غړي ته دا
تجويز وړاندې کوم چې هغه دې دَ تحريک التواء سره دَ متعلقه قواعدو تفصيل ته دَ تللو
نه وړاندې دَ تحريک متن ايوان ته واوروي چې عزتمندو غړو ته معلومه شي چې دا تحريک
دَ څۀ باره کښې دے.
صدر مجلس: وړومبے خو چې ماته اطمينان وشي چې دا تحريک باجوازه دے او کۀ نه؟
خان سردار بهادر خان:
جناب صدر! زۀ ډېر په احترام دا وئيل غواړم چې دَ ايوان غړي به
وړومبے دَ بحث موضوع نه خبرېدو له ترجيح ورکوي.
جناب عبدالحميد (مشرقي بنګال): زما مؤدبانه تجويز دا دے چې دَ تحريک پېش کولو دپاره
ستاسو دَ اجازت سوال دَ دې ايوان نه بهر هوارېدل پکار دي او ستاسو دَ اجازت نه پس
په ايوان کښې په دې بحث کېدے شي چې اٰيا تحريک پېش کونکي غړي ته دَ تحريک وړاندې
کولو مهلت ورکړے شي کۀ نه؟ جناب صدر! دا وخت صورت حال لږ کړکېچن دے ځکه چې ستاسو دَ
اجازت په سوال بحث کېږي خو مونږ سره دَ تحريک نقل موجود نۀ دے. له دې وجې زما تجويز
دا دے چې دَ تحريک پېش کولو دپاره ستاسو دَ اجازت سوال دَ ايوان دَ کارروايۍ شروع
کېدو نه مخکښې اخستل پکار وو.
صدر مجلس: په دې خبره به غور کولے شي. دَ تحريک باره کښې زما خپل هم څۀ خيالات شته.
بيا هم کۀ معزز ممبران څۀ وئيل غواړي نو زۀ ئې په خوشحالۍ اورېدو ته تيار يم. دته
صاحب دا کوشش کوي چې هغه ولې دا تحريک باجوازه ګڼي او زما خيال دا دے چې دَ بحث
دوران کښې به دا واضحه شي چې دا تحريک په اصل کښې څۀ شے دے او دغسې به ټول غړي هم
پوه شي چې دَ څۀ باره کښې دے؟
جناب دهرندراناتهـ دته: جناب صدر! دَ دې تحريک غرض دا دے چې دَ ايوان کارروايي دې
دَ څۀ وخت دپاره بنده کړې شي او په يوه داسې معامله دې بحث وکړے شي چې دَ سمدستي او
عوامي اهميت حامله ده. دا معامله په اصل کښې دَ دې ايوان دَ يو معزز غړي خان
عبدالغفار خان دَ ګرفتارۍ او قېد ده. جناب صدر! تاسو ته خو پته ده چې خان عبدالغفار
خان….
صدر مجلس: په کومه نکته چې زۀ اطمينان حاصلول غواړم، هغه دا ده چې دې معاملې سره
اخر دَ مرکزي حکومت تعلق څۀ دے؟
جناب دهرندراناتهـ دته: تعلق دا دے چې يو خو خان عبدالغفار خان دَ دې ايوان ممبر دے.
دوېم دا چې دې دَ 1901 ء دَ فرنټئير کرائمز رېګولېشنز لاندې ګرفتار کړے شوے دے کوم
چې دَ 1901ء دَ سنټرل رېګولېشن درېم نمبر وۀ. نو هر کله چې هغه دَ دې ايوان يو غړے
دے او دَ فرنټئير رېګولېشنز لاندې ګرفتار شوے دے، له دې وجې عملاً دَ هغوي دَ
ګرفتارۍ ذمه وار مرکزي حکومت دے. دا خو بېخي ناممکنه ده چې دَ دې ايوان يو ممبر دَ
مرکزي حکومت دَ مرضۍ او علم نه بغېر ګرفتار کړے شي. جناب صدر! تاسو ته ښه پته ده چې
دَ دنيا يو ملک داسې دے چې دَ هغه ځائے دستور دَ پارليمان دَ يو ممبر دَ ګرفتارۍ نه
منع کوي. زما اشاره جنابِ صدر فرانسيسي دستور ته ده. آيا دَ فرانسيسي پارليمان يو
غړے دَ فرانسيسي پارليمان دَ اجازت او علم نه بغېر ګرفتارېدے شي؟ خان عبدالغفار خان
چونکې دَ دې ايوان يو ممبر دے….
جناب عبدالحميد: جناب! زۀ يوه دَ اعتراض نکته پورته کوم. مونږ دلته بحث په دې کوو
چې اٰيا معزز ممبر ته دَ ايوان دَ کارروايۍ ودرولو او دَ خپل تحريک وړاندې کولو
دپاره ستاسو اجازت حاصل دے يا نه؟ خو معزز ممبر دَ خپل تحريک جزويات پېش کوي. تر
کومې چې دَ دې دستور ساز مجلس دَ غړو دَ استحقاق تعلق دے نو کۀ دا معامله په
باقاعده توګه اوچته کړې شي نو مونږ به په خوشحالۍ په دې بحث وکړو.
صدر مجلس: زما خيال دے چې دته صاحب صحيح خبره کوي.
جناب دهرندراناتهـ دته: دَ التواء دَ تحريک دَ وړاندې کولو چې کومې ضابطې دي په هغې
کښې په دې لړ کښې صرف دَ دوو شرطونو ذکر دے. ضابطه نمبر ١٢ مطابق:
((دَ عوامي اهميت او سمدستي نوعيت لرونکيو معاملو باندې دَ التواء دَ تحريک پېش
کولو دپاره دا دوه شرطونه دي:
(١) دَ ايوان په يو اجلاس کښې دَ يو قسم او يو نوعيت دوه تحريکونه به نۀ شي پېش
کولے.
(٢) يو تحريک کښې به دَ يو نه په زياتو معاملو بحث نۀ شي کولے. يو تحريک به دَ
حاليه نوعيت دَ يوې واقعې پورې محدود وي.
جنابِ صدر! دا واقعه اوسنۍ ده ځکه چې دَ جون په مياشت کښې دَ دې پېښې نه پس دا دَ
دې ايوان وړومبے اجلاس دے. دا وجه ده چې دې باره کښې دَ التواء دَ تحريک پېش کولو
دپاره اجازت غوښتے شي.
جناب صدر! دَ ضابطه نمبر ١٢ شق نمبر درېم مخکښې وائي چې:
(٣) تحريک کښې به داسې څۀ موضوع دَ بحث لاندې نۀ شي راوستې په کومه چې دَ ايوان په
يو اجلاس کښې مخکښې بحث شوے وي.
دَ دې نه علاوه دَ شق نمبر ٤ مطابق:
(٤) کۀ يوه معامله دَ وړومبي نه دَ غور قابله ګرځولې شوې وي نو هغه دَ تحريک موضوع
نۀ شي ګرځېدې. کۀ يوه معامله په دې بنياد دَ قابل بحث ګرځېدو جواز بائلي نو صدر
مجلس اختيار لري چې هغه دغه معامله ايوان ته دَ وړاندې کولو دپاره دَ يو معقول
ميعاد تعين وکړي.
نو جناب صدر! دا هغه خبرې دي کومو سره چې دَ التواء دَ تحريک پېش کول مشروط کړي شوي
دي. دَ دې نه پس دَ شق نمبر ٥ مطابق دَ تحريکونو دَ موضوعاتو په لړ کښې مونږ ضابطه
نمبر ٢٣ ته رجوع کولے شو، چرته چې دَ قرارداد په ذريعه کېدونکو بحثونو دَ موضوعاتو
متعلق شرطونه بيان کړي شوي دي. دَ ذکر شوې ضابطې مطابق:
(١) قرارداد به دَ ايوان دَ غړو دَ واضح اظهار په صورت کښې وي.
(٢) داسې يوه معامله به دَ قرارداد موضوع نۀ شي جوړولې چې دَ پاکستان په يوه علاقه
کښې دَ اختيار لرونکي عدالت دَ غور لاندې وي.
زما عرض دا دے جناب! چې دا وخت دَ خان عبدالغفار خان دَ ګرفتارۍ او قېد معامله په
هېڅ يو عدالت کښې هم زېر غور نۀ ده، له دې وجې نه دَ ضابطه نمبر ٢٣ دَ شق نمبر ٢
لاندې زما دَ التواء تحريک نۀ راځي. دَ دې ضابطې دَ درېم شق مطابق:
(٣) قرارداد چې دَ کوم وزارت سره تعلق لري، دَ هغې انچارج وزير به دَ دې دَ وړاندې
کولو نه سمدستي پس په دې قرارداد يا دَ دې په يوه برخه په دې بنياد اعتراض کولے شي
چې دا دَ مفاد عامه دپاره نقصان لرونکے دے.
نو جناب صدر! دَ ذکر شوو ټولو ضابطو اثر زما دَ التواء په تحريک نۀ پرېوځي. دَ دې
نه پس کۀ قائمه قوانينو ته رجوع وکړے شي نو دَ متعلقه کتاب صفحه ١٣ او ١٤ باندې به
تاسو ته قانون نمبر ٢٢و٢٣و ٢٤ ښکاره شي. په دې کښې ٢١ قانون دَ تحريک التواء دَ
وړاندې کولو دپاره دَ اجازت غوښتو دَ متعلقه ميعاد متعلق دے….
صدر مجلس: دا سوالونه غېر متعلقه دي. په کومه نکته چې تاسو ما مطمئن کول غواړئ، هغه
دا ده چې دَ دې معاملې دَ مرکزي حکومت سره څۀ تعلق دے؟
جناب دهرندراناتهـ دته: جناب! چونکې دَ متعلقه شرطونو اثر زما په تجويز کړي تحريک
نۀ پرېوځي ځکه نو زۀ دَ دې دَ وړاندې کولو حق لرم. خصوصاً په دې وجه هم چې خان
عبدالغفار خان دَ دې ايوان ممبر دے او دے دَ فرنټئير کرائمز رېګولېشنز لاندې ګرفتار
شوے دے.


خواجه شهاب الدين (وزير داخله و وزير برائے
ابادکاري و پناه ګزين):

جناب! زما په دې تحريک اعتراض دے ځکه چې دا موضوع په بنيادي
توګه دَ مرکزي حکومت سره تعلق نۀ لري. دَ حوالې دپاره زۀ هغه شق پېش کول غواړم، کوم
چې زما معزز ملګري پېش کړو يعني شق نمبر ١٢. زما معزز ملګرے يو هوښيار وکيل دے او
له دې وجې هغوي په ډېره اسانۍ ووې چې شق نمبر ١٢ دَ شق نمبر ٢٣ سره تړلے دے خو زما
اشاره دلته شق نمبر ٢٣ ته نه بلکې دَ شق نمبر ٢٢ وړومبۍ برخې ته ده چې:
((صدر مجلس اختيار لري چې هغه دَ قرارداد نوټس په خپل ميعاد کښې دننه څۀ وخت چې
غواړي پوره يا دَ هغې يوه برخه په دې بنياد رد کولے شي چې دَ هغې تعلق په بنيادي
توګه دَ حکومت پاکستان سره نۀ وي.))
چونکې هم داسې ده، له دې وجې دَ تحريک دَ وړاندې کولو اجازت نۀ شي ورکېدے. دَ شق
نمبر ٢٢ اطلاق دلته کېږي ځکه چې تحريک دَ يوې داسې معاملې په حقله دے چې دَ هغې
بنيادي تعلق دَ مرکزي حکومت سره نۀ دے. دَ سرحد حکومت دَ يو داسې (قانون لاندې) قدم
پورته کړے دے چې دَ مرکزي حکومت له اړخه هغه وخت جوړ شوے وۀ کله چې دغه صوبه دَ
مرکز لاندې وه. بيا هم دا وخت هغه دَ يو صوبائي قانون حېثيت لري او په هغې عمل
درآمد کول صوبائي صوابديد دے. دَ مرکز سره دَ دې هېڅ بنيادي تعلق نشته. زما ګزارش
دا دے چې دَ شق نمبر ١٢ دَ کوم مطابق چې: ((تحريک په يوه داسې موضوع پکار نۀ دے چې
په کومه قرارداد نۀ شي پېش کېدے.)) دَ شق نمبر ٢٢ ماتحت دے دَ کوم مطابق چې صدر
مجلس دَ مرکزي حکومت سره دَ تعلق نۀ لرلو په بنياد دَ يو قرارداد تجويز مسترد کولے
شي. زما ګزارش دا دے چې دا تحريک دې دَ وړاندې کولو دپاره منظور نۀ کړے شي.
جناب لياقت علي خان (وزير اعظم و وزير دفاع): معزز وزير داخله صاحب چې څۀ وفرمائيل
زۀ په هغې کښې لږه اضافه کول غواړم. دَ تجويز کړي تحريک دَ پېش کولو خواهشمند ممبر
دَ دې تحريک دَ قابل بحث کېدو دپاره دوه جوازونه وړاندې کړل. اول دا چې خان
عبدالغفار خان دَ دې ايوان يو معزز غړے دے. جناب صدر! زمونږ دې معزز ملګري ته به
يقيناً دا علم وي چې کۀ دَ دې ايوان په غړو کښې څوک يو جرم وکړي نو دَ دې ملک دَ يو
عام وګړي په شان به هغه ګرفتارولے شي او سزا به ورکولے شي. البته کۀ په ايوان کښې
معززو غړو ته په دې لړ کښې بعضې مراعات دَ قانون له مخې ورکړې شي نو بيا جدا خبره
ده نو دَ معزز ملګري په دې دليل کښې هېڅ وزن نشته. دوېمه وجه دوي دا بيان کړه چې دَ
کوم قانون لاندې خان عبدالغفار خان په حراست کښې ساتلے شوے دے، هغه چونکې دَ مرکزي
حکومت منظور کړے قانون دے ځکه نو دَ دې معاملې تعلق دَ مرکزي حکومت سره جوړېږي.
زمونږ معزز ملګري ته دې معلومه وي چې کله دا قانون منظور شوے وۀ نو هغه وخت په دغه
صوبه کښې دَ قانون سازۍ قابل حکومت موجود نۀ وۀ. له دې وجې نه دا قانون مرکزي حکومت
جوړ کړے وۀ. لکه چې ووئيلي شو چې هغه وخت دَ صوبه سرحد دپاره قانون سازي ممکنه نۀ
وه. بيا هم اوس دَ صوبه سرحد له جانبه په دې قانون عمل درآمد دَ مرکزي حکومت دَ
کنټرول نه بغېر کولے شي. دا تحريک دَ يو داسې اقدام سره تعلق لري چې هغه صوبائي
حکومت کړے دے. له دې وجې نه زۀ هم دَ معزز ملګري دې خبرې سره متفق يم چې دا معامله
دَ کومې په حقله چې دَ التواء تحريک دپاره په دې ايوان کښې تجويز پېش شوے دے دَ
مرکزي حکومت سره بنيادي تعلق خو لرې خبره ده، هېڅ قسم تعلق هم نۀ لري.
جناب دهرندراناتهـ دته:
جناب! کۀ دَ داسې تحريک التواء په صوبائي اسمبلۍ کښې دَ پېش
کولو کوشش وشو نو هلته دا سوال راپورته کېدے شي چې خان عبدالغفار خان خو دَ صوبائي
اسمبلۍ غړے نۀ دے. له دې وجې نه زۀ دا په دې بنياد په دې ايوان کښې دَ پېش کولو
اجازت غواړم چې خان عبدالغفار خان دَ دې ايوان يو معزز غړے دے. کۀ دا تحريک دَ بحث
دپاره دلته منظور نۀ کړے شو نو اخر زۀ به چرته ځم.
صدر مجلس: دَ دته صاحب بيان کړې خبرې دَ زېر نظر موضوع سره هېڅ تړون نۀ لري. مونږ
دلته په دې خبره غور کوو چې اٰيا داسې قسمه يو تحريک به صوبائي مجلس قانون ساز کښې
باجوازه وي او کۀ نه. دا قسمه سوال کۀ په صوبائي مجلس کښې اوچت هم کړے شي نو هلته
به دَ بحث بنيادي نکته دا وي چې متعلقه سړے دَ مرکزي اسمبلۍ غړے دے کۀ دَ صوبائي
مقننې، يا دَ يوې مقننې غړے دے يا نه، بلکې هلته به دَ داسې تحريکونو باره کښې
فېصله دَ نورو عواملو دَ لاندې کولے شي.
په هر حال تر څو چې دَ دې مجوزه تحريک تعلق دے نو دا واضحه شوې ده چې مرکزي حکومت
دَ خان عبدالغفار خان دَ ګرفتارۍ او قېد سره هېڅ تعلق نۀ لري. زۀ افسوس کوم چې دا
تحريک په دې ايوان کښې نۀ شي پېش کېدے، زۀ دَ دې دَ اجازت ورکولو نه معذرت کوم.

{mospagebreak}
 



دَ صدر مجلس دپاره
دَ خان عبدالغفار خان پېغام

خان عبدالغفار خان: جناب نائب صدر مجلس! دَ کټوتۍ دَ دې تحريک پېش کولو نه زما مقصد
دا دے چې زۀ معزز ايوان ته دَ پاکستان دَ انتظاميې باره کښې څۀ ووئيلے شم. زما دَ
دې نه قطعاً دا مقصد نۀ دے چې دَ پاکستان په حکومت تنقيد وکړم يا دَ هغوي خامۍ په
نخښه کړم. زما دا خواهش دے چې زۀ په هغو غلطو لږه رڼا واچوم او دَ هغې دَ ختمولو
کوشش وکړم چې دَ دې حکومت بعضې اهلکارو او بعضې غېر سرکاري خلقو زما خلاف خورې کړې
دي.
دَ ټولو نه اول په ما دا الزام لګولے شي چې زۀ او زما جماعت دَ پاکستان دشمنان دي
او دوي ملک ټوکړې ټوکړې کول او تباه کول غواړي. زۀ بحث کول نۀ غواړم خو دومره ضرور
وايم چې په دې معامله ماته په خپله صوبه کښې چرته هم موقع په لاس راغلې ده نو ما
پرې ښه رڼا اچولې ده. دَ دې باوجود دَ پاکستان بعضې ذمه وار کسان تر اوسه په دې
حقله دَ تذبذب ښکار دي چې اٰيا زۀ دَ دې ملک دوست يم کۀ دشمن؟ هغوي دا ګڼي چې زۀ دا
ملک تباه کول غواړم. هغوي دَ دې خبرې نه انکار نۀ شي کولے چې زۀ کله کله دَ داسې
غلط فهميو دَ لرې کولو کوشش کوم. هغوي ته دا هم معلومه ده چې کله هم ماته په خپله
صوبه کښې خلقو ته دَ تقرير کولو موقع راکړې شوې ده نو ما هغوي ته صفا وئيلي دي چې
زما ديانتدارانه رايې دا وه چې هندوستان دې تقسيم نۀ شي. لکه چې اوس مونږ ټولو
وليدل چې په زرګونو نه بلکې په لکونو ځوانان، بوډاګان، ماشومان او ښځې دَ دې په
نتيجه کښې قتل شو. زۀ اعتراف کوم چې زۀ دَ هندوستان دَ تقسيم په حق کښې نۀ وم خو
اوس چې هرکله دا تقسيم شوے دے نو دَ دې سره متعلق تنازعه هم ختمه شوه. ما دَ
هندوستان دَ تقسيم خلاف ډېر تقريرونه کړي وو خو سوال دا دے چې زما خبره چا واورېده
هم او کۀ نه؟ مونږ په صوبه سرحد کښې مسلم ليګي حکومت ته وئيلي وو چې مونږ به دوي له
دَ حکومت کولو موقع ورکوو خو کومه رويه چې دې حکومت دَ پښتنو سره وچلوله، هغه ډېره
ناقابل برداشت وه. خلق به ماله راتلل او زما نه به ئې دَ مستقبل باره کښې دَ لا ئحۀ
عمل پوښتنه کوله چې زۀ راروان وخت کښې څۀ کول غواړم ځکه چې دَ پاکستان له خوا کوم
قسمه حالات تخليق کړي شوي وو، هغه زمونږ دپاره قابل برداشت نۀ وو. دوي وائي چې دا
کوم خلق دي؟ مونږ خو هغه خلق يو چې دَ پېرنګي په شان دَ طاقتور قوم مقابله مو کړې
ده، چا چې مونږ لُوټلو. ما هغوي پوه کړل چې اوس دَ پېرنګيانو دَ حکومت په شان حال
نۀ دے. اوس سوال بيل دے. دَ پېرنګيانو حکومت يو خارجي حکومت وۀ خو اوس دَ مسلمانانو
خپل حکومت جوړ شوے دے. ما دَ پاکستان حکومت ته بيا بيا ووې چې مونږ تاسو له دَ
حکومت کولو پوره پوره موقع درکوو. دلته قوم اندروني توګه باندې يو خلفشار پله
بوتللے شي ځکه چې دَ جنګ خوښو دا خيال وۀ چې جدوجهد څنګه مخ په وړاندې ځي نو قوم
پرستانه او وطن پرستانه جذباتيت به پرې غالب راځي او دغسې به دَ حکومت تعميري کار
ودرېږي. ماته دَ دې خطرې احساس ډېر مخکښې شوے وۀ. زما په حقله چې ستاسو رايې هر
څنګه وي؟ خو حقيقت دا دے چې زۀ دَ تعمير سره مينه لرونکے انسان يم. تخريب سره زما
هېڅ کار نشته. دغه شان زۀ دَ نظرياتو نه زيات په عمل يقين لرم. کۀ تاسو زما ژوند
مطالعه کړئ نو پوه به شئ چې ما خپل ژوند دَ ملک او قوم دَ ترقۍ او ښېګړې دپاره وقف
کړے دے. زۀ دلته دا هم وئيل غواړم چې خدائي خدمتګار تحريک يو سماجي تحريک وۀ سياسي
نۀ وۀ. دَ دې تحريک دَ سياسي کولو ذمه وار پېرنګيان دي چا چې مونږ دَ کانګرس سره
وتړلو. زۀ دا خبره صرف دلته نۀ کوم بلکې ما دا خبره دَ ډېرو لويو لويو پېرنګيانو
عهدېدارانو په مخکښې کړې ده ځکه چې ما له الله پاک همت راکړے دے.
په مونږ دا الزام لګولے شي چې دا خدائي خدمتګار دَ هندوانو غلامان دي مونږ دَ
تعميري کارونو دپاره حکومت کولو ته نۀ پرېږدي ځکه چې دَ تعميري کار تسلسل په ملک
کښې دَ امن سره تړلے دے. زمونږ رويه دَ دوي دپاره اعلانيه دا وه چې کۀ دَ پاکستان
حکومت زمونږ دَ ملک او زمونږ دَ خلقو دپاره کار کوي نو خدائي خدمتګار به ئې ملګري
وي. زۀ دلته دا خبره تکراروم چې زۀ دَ پاکستان تباهي نۀ غواړم. تباهي زۀ دَ هيچا نۀ
غواړم، نۀ دَ هندو، نۀ دَ مسلمان، نۀ دَ سرحد، نۀ دَ پنجاب، نۀ دَ بنګال او نۀ دَ
سندهـ. فائده صرف او صرف په تعمير کښې ده. زۀ تاسو ته اېغه نېغه خبره کوم چې زۀ به
په تباه کارۍ کښې دَ هيچا ملګرے نۀ يم. کۀ تاسو څۀ تعميري مقاصد لرئ، کۀ تاسو دَ
ملک او قوم دپاره تعميري کار کول غواړئ، صرف په خبرو نه بلکې په عملي توګه نو زۀ دَ
دې معزز ايوان په مخکښې دا اعلان کوم چې زۀ او زما خلق به ستاسو په خدمت کښې حاضر
وي.
دَ تېرو اوو مياشتو نه زما دَ پاکستان انتظاميې ته پام دے، دوي کښې او پېرنګيانو
کښې ما هېڅ يو څيز مختلف ونۀ ليدو. کېدے شي زۀ په غلطه يم خو عام تاثر دا دے. زۀ
يواځې دا نۀ وايم. تاسو لاړ شئ او دَ غريبانو نه پوښتنه وکړئ نو زما دَ دې خبرې
تصديق به وشي. کېدے شي تاسو دَ طاقت په زور دَ هغوي اواز اوچتېدو ته پرې نۀ ږدئ خو
ياد ولرئ چې طاقت او جبر پائيدار نۀ وي. په وقتي توګه جبر نه کار اخستے شي خو کۀ
تاسو خلق دَ زور لاندې ساتئ نو دَ هغوي په زړونو کښې به ستاسو خلاف نفرت پېدا کېږي.
دا پرېږدئ. نن دَ پېرنګي دَ دور نه زيات کرپشن کېږي. ممکنه ده چې ستاسو زما په نيت
شک وي خو زما په تقرير کښې تخريب نشته. زۀ دلته دَ يو دوست په توګه راغلے يم. کوم
حقائق چې زۀ تاسو ته مخې ته ږدم، په دې لږ غور وکړئ. کۀ دا تاسو ته دَ پاکستان
دپاره فائده مند ښکاره شو نو دا به ښه خبره وي ګني نو دَ ردۍ ټوکرۍ ته ئې وغورځوئ.
مونږ دَ پېرنګيانو خلاف جنګ ولې وکړو؟ ځکه چې مونږ هغوي دَ دې خاورې نه وېستل غوښتل
او په خپل ملک خپله حکمراني ترلاسه کړو. مونږ دَ پېرنګيانو نه خو وطن واپس واخستو
خو نن مونږ ګورو چې دَ وړومبي نه په زيات شمېر کښې دَ بهر نه پېرنګيان راغوښتے شي.
کۀ سرحد وي کۀ قبائلي علاقې هر ځائے دَ بدقسمتۍ نه هغه زړې پاليسۍ او هغې زړې طريقې
روانې دي. مونږ ته هېڅ بدلون په نظر نۀ راځي. دا زۀ ډېر په افسوس وايم چې زمونږ
هندوانو وروڼو چرته هم په خپلو صوبو کښې پېرنګے ګورنر نۀ دے جوړ کړے بلکې هلته خو
صرف سړي نه يوه ښځه هم ګورنره جوړه شوې ده نو ولې دلته بنګال او پنجاب صوبو کښې هېڅ
يو داسې مسلمان نۀ وۀ چې زمونږ ګورنر جوړ کړے شوے وې. زۀ ډېر افسوس سره وايم چې کوم
پېرنګيان مونږ دَ ملک نه وېستي وو، هم هغوي راوستے شي او زمونږ په سرونو کښېنولے شي.
اٰيا دا اسلامي اخوت دے؟ آيا دې ته مونږ ورورولي وئيلے شو؟ دا اسلامي پاکستان دے.
دَ انتظاميې صرف دا يو نقص نۀ دے. يو بل نقص ته هم اشاره کول ضروري دي او هغه دا چې
آرډيننس او قوانين هم په هغه زړه طريقه جاري کولے شي. کومه خبره چې ما ته ډېر تکليف
رسوي هغه دا ده چې سرکاري اعلاميې په هغه ژبه او لهجه کښې جاري کېږي چې پېرنګيانو
رائج کړې وه. کۀ پېرنګي حکومت دروغ وئيل نو هغه خو دَ بهر نه راغلے وۀ او دَ هغۀ دَ
راتللو غرض زمونږ خېر ښېګړه نۀ وه. هغه خو خپلو فائدو پسې راغلے وۀ. دَ هغوي نه
ماته اوس بېخي شکايت نشته خو دَ پاکستان نه راته سخت شکايت دے چې دا زمونږ خپل
حکومت دے او دا خلق هم زمونږ خپل خلق دي. مونږ له دَ پېرنګيانو چلونه او فرېبونه
پرېښودل پکار دي. کۀ مونږ په دې طريقو عمل پېرا پاتې شو نو ياد ولرئ چې دا ملک چې
مونږ په ډېرو سختو او تکليفونو حاصل کړے دے، به زمونږ دَ لاس نه وځي.
زۀ يوه بله خبره هم کول غواړم. ما باندې دا الزام لګولے شي چې زۀ په خپله صوبه کښې
په خلقو کښې دَ جدا قوميت او صوبائيت احساسات رابېداروم. زمونږ پښتنو دپاره دا
دواړه څيزونه بېخي نا اشنا دي. مونږ ته پته نشته چې صوبائيت څۀ ته وائي؟ زما خپله
تجربه دَ صوبائيت په حقله دا ده چې دَ پښتنو په دې کښې هېڅ وجود نشته. تاسو دَ سندهـ
مثال واخلئ، ولې دا هلته صوبائيت مونږ تخليق کړے دے؟ سوال دا دے چې صوبائيت څنګه
پېدا کېږي؟ کېدے شي تاسو دَ مذهب په نوم تر يو وخت پورې خلق ګمراه وساتئ خو دَ دې
نه پس دَ يوې اوږدې مودې دپاره دا څيز برقرار ساتل به ستاسو دپاره ممکن نۀ وي. دا
يو عارضي څيز دے او غېر مستحکم هم دے. زۀ دا پوښتنه کول غواړم چې دا حالات چا پېدا
کړي دي او ولې؟ دَ عِلت او معلول تعلق يو قدرتي قانون دے. دَ عِلت نه بغېر هېڅ شے
وجود نۀ شي موندے. مطلب دا چې داسې حالات په خپله نۀ راپېدا کېږي.
جناب لياقت علي خان (وزير اعظم و وزير دفاع): دا راپېدا کړي شوي دي.
خان عبدالغفار خان: زۀ دا وئيل غواړم چې څومره تاسو دا معامله اوږدوئ دومره به
ناخوشګواري پېدا کېږي. زۀ خبره ترخول نۀ غواړم. تاسو زما دَ فطرت نه واقف يئ. زۀ
تقريرونه نۀ کوم خو نن په وړومبي ځل لګيا يم، تقرير کوم او زما مقصد صرف دا دے چې
زما دَ دې خيالاتو نه تاسو خبر شئ چې تر اوسه ترې تاسو نۀ وئ خبر. زۀ په دې معامله
کښې نور ژور نۀ ځم. سندهـ کښې صوبائيت ولې دے؟ اٰيا دا پښتنو پېدا کړے دے؟ کله چې
وزير اعظم صاحب پېښور ته راغلے وۀ نو زمونږ مسلم ليګيانو وروڼو دوي ته هغه خبره
وکړه کومه چې مونږ کوو خو وزير اعظم صاحب ووې چې زۀ دَ خېبر نه تر چټاګانګ پورې ټول
مسلمانان متحد کول غواړم. نو بل اړخ ته تاسو ته په دې اعتراض ولې دے؟ چې پېرنګيانو
پښتانۀ ټوکړې ټوکړې کړي وو، هغه بيا متحد شي او مستحکم شي. دا څنګه دَ اسلام خلاف
ده؟ کۀ تاسو دَ پښتنو دَ يو مضبوط او مستحکم رياست په جوړولو کښې مونږ سره مدد وکړئ
نو دا به دَ چا طاقت وي؟
جناب غضنفر علي خان وزير برائےابادکاري و پناه ګزين): دا دَ اسلام خلاف دي.
ملک فېروز خان نون (مغربي پنجاب مسلم): او تاسو به دَ افغانستان سره شامل شئ.
خان عبدالغفار خان:
زۀ تاسو ته صفا وايم چې مونږ دَ افغانستان په ځائے صرف تاسو سره
شاملېدے شو، ستاسو دعوٰي په مونږ زياته قوي ده.
په پښتنو مختلف الزامونه لګولے شي کله وائي چې دوي دَ هندوانو په شان دي او بل طرف
ته هغه خلق چې دَ اسلام سره هېڅ تعلق نۀ لري هغوي ته مسلمانان وائي. څومره لويه
الميه ده. دا جواب ورکول ناګزير ښکاري. هندوستان کښې دا وخت يو بيل هندو حکومت قائم
دے او پاکستان کښې هم دَ مسلمانانو حکمراني ده. زمونږ بنګاليان وروڼه مونږ نه دَ
زرو ميلو په فاصله پراتۀ دي خو دَ دې باوجود هغوي سره زمونږ په اتحاد اوسېدل ممکن
دي نو زمونږ هغه پښتانۀ وروڼه چې مونږ سره دومره نزدې اوسي څوک چې پېرنګيانو دَ
خپلو مفادو دپاره تقسيم کړي وو ځکه چې هغوي ته دَ پښتنو دَ يووالي نه خطره وه، خو
تاسو ته دَ پښتنو نه څۀ خطره ده؟ پېرنګے خو دَ خپلو خودغرضه مقصدونو دَ حصول دپاره
دلته حکمرانۍ له راغلے وۀ، هغوي په مونږ کښې نفاق پېدا کړو لېکن تاسو خو زمونږ
وروڼه يئ تاسو ته زمونږ نه څۀ ويره کېدے شي؟
جناب لياقت علي خان: مهرباني به وي دَ خپلې خبرې لږ وضاحت وکړئ.
خان عبدالغفار خان: نن زۀ تاسو ته وايم چې زمونږ دَ پټانستان مطلب څۀ دے؟ تاسو ته
پته ده چې دَ سندهـ اوسېدونکو ته سندهيان وئيلے شي او دغه شان دَ پنجاب او بنګال
اوسېدونکي ته بالترتيب پنجابيان او بنګاليان وئيلے شي. دغه شان زمونږ شمالي مغربي
سرحدي صوبه ده. دلته اوسېدونکي مونږ ټول يو قوم يُو او دا زمونږ خاوره ده. مونږ هم
غواړو چې زمونږ دَ وطن دَ نوم نه دې خلقو ته پته ولګي چې دلته پښتانۀ اوسي. ولې دَ
اسلامي احکاماتو لاندې داسې خواهش کول ګناه ده؟
جناب لياقت علي خان: پټان دَ يوې خاورې نوم دے کۀ دَ يوې برادرۍ؟
خان عبدالغفار خان: پټان دَ يوې سماجي ډلې نوم دے. مونږ به دَ خپلې خاورې نوم
پښتونستان ږدو. دلته زۀ دا خبره واضحه کول غواړم چې دَ هند خلق مونږ ته پټهان وائي
او دَ فارس خلق راته افغان وائي. زمونږ اصلي نوم پښتون دے. مونږ له پښتونستان پکار
دے او مونږ غواړو چې ډيورنډ لائن دَ هغې غاړې پښتانۀ هم په يو ځائے په پښتونستان
کښې راغونډ کړے شي. تاسو په دې لړ کښې مونږ سره امداد وکړئ. کۀ تاسو دې ته غېر
اسلامي وايئ نو زۀ وايم چې دا عېن اسلام دے. کۀ تاسو دا ګڼئ چې دې سره به پاکستان
کمزورے شي نو زۀ تاسو ته وايم چې دَ يوې بيلې سياسي اکايۍ قائمولو سره به پاکستان
چرې هم نۀ کمزورے کېږي بلکې نور تقويت او استحکام به مومي. اکثر تکليفونه او مشکلات
دَ بداعتمادۍ په وجه وي خو په اعتماد دغه مشکلات حل کېدے شي. حکومتونه په اعتماد
چلولے شي په بداعتمادۍ نه.
نائب صدر مجلس: نن دَ جمعې ورځ ده مونږ به خپل اجلاس دولس نيمې بجې ختموو. معزز غړي
دَ خپل مقرر وخت نه زيات وخت اخستے دے. بيا هم زۀ دوي له نور وخت ورکول غواړم. اٰيا
معزز ممبر به تر دولس نيمو بجو پورې خپل تقرير ختم کړي؟
خان عبدالغفار خان: او جي، زۀ به دَ مقرر شوي وخت پورې خپل تقرير ختم کړم.
يوه بله خبره هم شته چې خلق مونږ له په مسلم ليګ کښې دَ شاملېدو دعوتونه راکوي. زما
خيال دے چې مسلم ليګ خپل فرض تر سره کړل. دَ هغۀ مقصد او دَ هغۀ هلې ځلې صرف دَ دې
دپاره وې چې پاکستان حاصل کړي نو پاکستان خو تر لاسه شو. زما مطلب دا دے چې هر کله
پاکستان جوړ شۀ نو دَ مسلم ليګ ضرورت پاتې نۀ شۀ. زمونږ په ملک کښې اوس نور
جماعتونه پکار دي. په اقتصادي بنيادونو يو جماعت جوړول پکار دي چې پکښې ټول شامل شي
چې حزب اختلاف پاتې نۀ شي. په اقتصادي بنيادونو دا جماعت ځکه جوړول پکار دي چې
زمونږ دا موجوده اختلافات دَ دې په ذريعه حل کېدے شي او دَ دې نه پس کۀ زمونږ په
مينځ کښې اختلافات پېدا شي نو مونږ به دغې جماعت سره کښېنو او دغه اختلافات به
هواروو. اسلام يو داسې مذهب دے چې مونږ ته دَ ډېر لوئے تحمل او صبر درس راکوي. کله
چې مونږ يو بل سره دَ خيالاتو تبادله کوو نو لازماً به يو بل سره دَ ډېر تحمل نه
کار اخلو. دا نه چې زۀ دَ چا مخالفت شروع کړم چې دَ دۀ زما دَ نقطۀ نظر سره اتفاق
نشته. چونکې وخت محدود دے له دې وجې نه زۀ صرف دَ يوې خبرې نشاندهي کوم او دې سره
خپل تقرير ختموم. پاکستان يو غريب ملک دے، سوال دا دے چې يو غريب ملک حکومت څنګه
وچلوي؟ دَ مثال په طور کۀ زۀ غريب يم نو ماله څۀ کول پکار دي؟ مناسب به څۀ وي؟ دا
چې زۀ دَ خپل څادر سره پښې وغزوم يا بيا په ظاهره دَ مالدارو په شان طرز خپل کړم؟
هرکله چې دا ومنلے شي چې پاکستان يو غريب ملک دے نو دَ دې دَ حکومت طرز سرمايه
دارانه بېخي پکار نۀ دے. دَ اميرانه شان نه پرهېز پکار دے. تاسو محصولات نافذول
غواړئ نو ضرور نافذ کړئ خو دَ خدائے دپاره دَ غريبانو حالت دَ نظر لاندې وساتئ. خو
سوال بيا هم هغه دے چې مونږ له دَ خپلو وسائلو دننه اوسېدل پکار دي يا دَ مالدارو
په شان ژوند اختيارول ضروري دي. دا رياست مونږ څنګه چلولے شو؟ دَ دې دپاره مونږ له
طريقۀ کار لټول پکار دي. زمونږ په وړاندې دَ قرون اولٰي دَ پېش روانو مثالونه موجود
دي. يعني لاره زمونږ مخې ته ده مونږ له پرې تلل پکار دي. زمونږ عظيمو قائدينو چې
کوم اسلامي سلطنت قائم کړے وۀ، صرف درې تنه وو. دَ دغو قائدينو اخلاق، کردار او دَ
قربانۍ او همدردۍ جذبې خپلولو بغېر مونږ دَ پاکستان نه يو عظيم سلطنت نۀ شو جوړولے.
دَ حضرت علي رضي الله عنه دَ نامې نه تاسو ټول واقف يئ، هغوي چې څۀ هم کړي دي نو دَ
اسلام او خلقو دپاره ئې کړي دي. دَ هغوي هر عمل په اصولو بنا وۀ. يو ځل ئې خپل يو
دشمن له دې وجې پرېښے وۀ چې هسې نه دَ دۀ په وژلو کښې زما دَ ذاتي خفګان دخل وي.
زمونږ جذبه داسې پکار ده.
بيا دَ حضرت ابوبکر رضي الله عنه مثال وګورئ. دَ خليفه جوړېدو نه مخکښې دَ دوي هر
يو عمل دَ مسلمانانو دَ ښېګړې دپاره وۀ. دَ خليفه په توګه دوي ځان له يوه ډېره
معمولي وظيفه مقرر کړې وه او باقي مسلمانانو له ئې يو برابر رقم مقرر کړے وۀ. په
اسلام يو الزام دَ عدم مساوات لګولے شي خو دوي عملاً دا ثابته کړې وه چې اسلام دَ
ټولو انسانانو دَ ژوند دَ ضرورياتو په يو شان والي يقين لري. انسان غريب وي کۀ
مالدار دَ هغۀ دَ ژوند ضروريات يو رنګ وي، اولاد دَ ټولو کېږي ځکه نو ضروريات هم دَ
ټولو وي. داسې نۀ وي لکه چې تاسو وايئ چې ستاسو ضروريات زيات دي او زمونږ کم. تاسو
دا هم نۀ شئ وئيلے چې دَ غريب بنده دَ مالداره کېدو هېڅ امکان نۀ وي ځکه چې امکانات
ټول دَ مالدارو دپاره وي. دَ دې ټولو خبرو تعلق ثقافت او تهذيب سره دے او په دې
سلسله کښې هېڅ تفريق پکار نۀ دے. چونکې بدني ضروريات دَ ټولو يو شان دي، له دې وجې
نه وظيفې هم دَ ټولو دپاره يو شان مقررول پکار دي. دَ حضرت عمر فاروق رضي الله عنه
معامله هم داسې وه. تاسو ته به علم وي چې کۀ يو غريب هم په هغوي نکته چيني کړې ده
نو دَ هغې ځواب کښې هغوي خاموشۍ سره دَ هغۀ خبره اورېدلې ده او چې کله هغۀ خپله
خبره ختمه کړې ده نو بيا ئې دَ اصل حقيقت نه خبر کړے دے او حوصله افزائي ئې ورله
کړې ده. دَ داسې انسان په قيادت او رهنمايۍ کښې مسلمان چرې هم ګمراه کېدے نۀ شي کۀ
تاسو هم دې اخلاقي اقدارو له ترقي ورکړئ نو ستاسو سلطنت به هم دغه شان مضبوط وي.
کله چې هغوي خليفه جوړ کړے شو او دَ هغوي دَ تنخواه سوال راپورته شو نو هغوي خپله
دا فېصله وکړه چې زۀ دَ مسلمانانو خادم يم او زما تنخواه دومره پکار ده، څومره چې
دَ مدينې دَ يو عام مزدور اُجرت وي. له دې وجې نه زۀ وايم چې کۀ پاکستان غريب دے نو
مونږ له دا حکومت په دې اصولو چلول پکار دي. دا ملک دے دَ چا؟ دا زمونږ دے او کۀ دې
غريب وي نو مونږ به دې دَ يو غريب ملک په شان چلوو او چې سبا راته خوشحالي نصيب شي
نو مونږ به ئې بيا په شاهانه طريقه هم وچلوو. خو زۀ تاسو ته دا وئيل غواړم چې دا
وخت کوم عادتونه او اقدار مونږ خپل کړي دي دا به چرې هم مونږ خوشحالۍ پله ور نۀ ولي.
مونږ به دا زړې طور طريقې پرېږدو او دَ قرون اولٰي اسلامي طرز به خپلوو. مونږ دَ دې
زوړ نظام مخالفت صرف له دې وجې نۀ کوو چې دا مونږ له پېرنګيانو راکړے دے بلکې دَ دې
دَ مخالفت اصل وجه دا ده چې دا هر څۀ دَ اسلام په نوم کولے شي او دَ دې اجازت مونږ
نۀ شو ورکولے. کۀ دَ پاکستان حکومت په اسلامي خطونو وچلېدو نو زۀ به يقيناً دَ دې
حمايت کوم. دَ پاکستان دپاره زما تصور دا دے چې دې يو ازاد پاکستان وي. مونږ غواړو
چې په دې دَ يو مخصوص ډلې يا مخصوص تن حق نۀ وي بلکې دَ ټولو اوسېدونکو پرې يو شان
حق وي. دَ دې ملک دَ ازادۍ نه دَ خوند اخستو حق دې دَ دې وطن ټول اوسېدونکو ته حاصل
وي، په ځائے دَ دې چې يو څو تنه ئې استحصال کوي. مونږ غواړو چې دَ دې ملک حکومت دَ
عوامو په لاس کښې وي. تر کومې چې دَ ماهرينو تعلق دے نو هغه مونږ دَ امريکې او
برطانيې نه هم راغوښتے شو خو چې کله سوال دَ اختياراتو وي نو زۀ دا نۀ شم منلے چې
پاکستان دَ قابلو او اهل خلقو نه محروم دے. ما اورېدلي دي چې په نوکرو کښې ځنې داسې
پېرنګيان برقرار ساتلي شوي دي او نور ورله راغوښتے شي. زۀ به لازماً دا وايم چې دا
کار دَ پاکستان په مفادو کښې نۀ دے.
نائب صدر مجلس: دَ ايوان کارروائي دَ سبا يوولسو بجو پورې ملتوي کولے شي.
دَ اسمبلۍ کارروائي دَ خالي دَ ورځې يعني شپږم مارچ 1948 سحر يوولسو بجو پورې ملتوي
کړې شوه.
 



{mospagebreak}

 


دَ پاکستان دَ دستور سازې اسمبلۍ
تقريرونه

25 مارچ 1954ء


خان عبدالغفار خان: جناب صدر! زۀ ډېرې خبرې کونکے سياسي مقرر نۀ يم خو اوس اوس يو
معزز غړي دَ پښتونستان په حواله څۀ داسې خبرې وکړې چې هغې زۀ په څۀ وئيلو مجبور کړم.
جنابِ من! ماته محسوسېږي چې معزز غړے يا خو دَ دې معاملې متعلق څۀ علم نۀ لري او يا
بيا عمداً په دې حقله يو غلط تاثر تخليقول غواړي. تاسو ته به ياد وي چې په دې ايوان
کښې يو ځل جناب لياقت علي خان په دې باره کښې زما نه پوښتلي وو چې ما ډېر په وضاحت
سره ځواب ورکړے وۀ. دَ لياقت علي خان صاحب سوال دا وۀ چې دَ پښتونستان نه زما اصل
مراد څۀ دے؟ ما هغۀ ته وئيلي وو چې وئيلے شي چې مونږ پاکستان کښې پينځۀ وروڼه اوسو
يعني سندهـ، پنجاب، بلوچستان، بنګال او مونږ. زمونږ دَ باقي څلورو واړو وروڼو
نومونه شته. چرته چې هغوي اوسي دَ هغې خاورې يو نوم شته. دَ مثال په توګه بنګال دَ
يوې سيمې نوم دے او ټولو ته پته ده چې هلته بنګاليان اوسي. دغه شان چې څوک هم دَ
پنجاب نوم واخلي نو بنده پوه شي چې دَ هغې خاورې ذکر کولے شي، چرته چې پنجابيان
اوسي. څوک هم چې دَ سندهـ نوم واخلي نو اورېدونکے پوه شي چې دا دَ سندهيانو دَ وطن
نامه ده. دغه شان زمونږ سيمه هم ده خو دَ هغې هېڅ نوم نشته. زمونږ دَ خاورې باره
کښې څۀ تصور دَ چا په ذهن کښې تر هغې نۀ شي جوړېدے تر څو چې دَ هغې سيمې خپل نوم نۀ
وي. له دې وجې زۀ وايم چې زمونږ دَ علاقې دې يو خپل بامعنې نوم وي چې دا پته ترې
لګي چې دا دَ پښتنو سيمه ده. خبره صرف دومره ده خو زۀ حېران يم چې دومره يو معقول
سړے هم دَ پيش نه پشم خان جوړوي. لږ سوچ وکړئ چې دَ يو څيز باره کښې دَ علم حاصلولو
بغېر په هغې بحث کولو او هغه په غلط انداز کښې پېش کولو او دَ هغې مذمت کولو باندې
تاسو زمونږ اعتماد حاصلوئ او کۀ بائلئ؟ ما څو ځله وئيلي دي چې تاسو له په مونږ
اعتماد کول پکار دي لکه چې په نورو څلورو وروڼو ئې کوئ. کۀ تاسو په مونږ اعتماد ونۀ
کړو او زمونږ سره مو دا سلوک جاري وساتلو نو حالات به دَ دې نه زيات خراب شي. زما
په خيال کښې چې کوم خلق په دې لهجه کښې خبرې کوي، داسې پروپېګنډې کوي او پرېس له
داسې بيانونه ورکوي، دَ هغوي مقصد زمونږ او زمونږ دَ څلورو وروڼو ترمينځ تعلقات
خرابول دي.
جناب! زۀ يو وار بيا دا وئيل غواړم چې زمونږ دَ خاورې يو نوم پکار دے. په دې نکته
تاسو ښۀ په سنجيدګۍ غور وکړئ. کومو خلقو ته چې زمونږ دَ دې مطالبې په باب له
معلومات نشته، په دې ايوان کښې په هغې دَ بحث کولو او پرېس کښې دَ بيان بازو کولو
په ځائے دې مونږ له راشي. دغه شان ځنې اخبارونه هم په دې حقله غلط فهمۍ پېدا کوي او
خوروي. کۀ دَ دوي په دې حقله څۀ شکوک او شبهات وي نو ما له دې راشي او ما نه دې
پوښتنه وکړي چې دَ پښتونستان نه زما څۀ مراد دي؟ په دې لړ کښې زۀ دَ دوي دَ شکونو
لرې کولو دپاره هر وخت تيار يم. زۀ دا خبره دوباره کول غواړم چې تاسو له پکار دي چې
په مونږ اعتماد وکړئ. کۀ تاسو په مونږ اعتماد وکړئ نو زمونږ مرسته او تعاون او مينه
به تاسو ته حاصله وي کومه چې به دَ پاکستان دَ عظمت، طاقت او استحکام باعث جوړېږي.
هن کۀ تاسو په مونږ اعتماد ونۀ کړو نو دَ دې نتيجه به ډېره په ګرانه تسلي بخش
راووځي.

دَ جمعې ورځ درېم ستمبر 1954ء

خان عبدالغفار خان: جناب! زۀ په دې موضوع دَ څۀ اوږد تقرير کولو دپاره نۀ يم
راپاڅېدلے ځکه چې په دې موضوع مخکښې ډېر څۀ وئيلي شوي دي. زۀ صرف دَ دې وئيلو دپاره
راپاڅېدم چې بنګال کښې کوم تباه کونکے سېلاب راغلے دے، هغې سره به مونږ څۀ کوو او
دَ هغه ځائے دَ بنګاليانو وروڼو امداد به څنګه کوو؟ دَ دې سېلاب دَ تباهۍ نه دَ بچ
کېدو دپاره به مونږ عملي اقدامات کوو. زما تجويز دا دے چې دَ مغربي پاکستان خلقو له
پکار دي چې په دې سخت وخت کښې دَ مشرقي پاکستان دَ وروڼو امداد وکړي. دا خبره اکثر
کولے شي چې دَ مشرقي او مغربي پاکستان خلق دې يو بل ته رانزدې کړې شي او په دې لړ
کښې کوششونه هم وشو. کۀ مونږ دا وخت دَ مشرقي پاکستان دَ وروڼو خدمت ته ورمخکښې شو
نو زما يقين دے چې دا مقصد به تر لاسه کړو. په دې حواله ماته دَ فارسۍ يو شعر راياد
شو:
دوست آن باشد که ګيرد دست دوست
در پرېشان حالي و درماندګي
په انګرېزۍ کښې ئې مطلب دے A Friend in need is a friend indeed تر څو پورې چې زما
دَ ذات تعلق دے نو زۀ به صرف دومره ووايم چې تاسو ته پته ده چې خدائي خدمتګارو په
تېرو وختونو کښې هم ډېر زيات سماجي کارونه کړي او اوس هم مونږ دَ بنګاليانو وروڼو
دَ مدد کولو دپاره سخت بېتابه يو. مونږ هلته ډاکټران او رضاکار او نور سماجي
کارکنان لېږل غواړو چې زمونږ دَ بنګاليانو وروڼو طبي او نور مختلف قسمه امداد وکړي.
کۀ حکومت مونږ له اجازت راکوي نو زۀ دا وايم چې مونږ دَ دې کار پوره پوره اهليت لرو.
زما دوېم تجوېز هم لږ واورئ. په دې ايوان کښې دَ دې نه بهر او پرېس کښې خلق دَ
اسلام، اسلامي حکومت او اسلامي جمهوريې باره کښې ډېرې خبرې کوي. زۀ تاسو ته دَ
اسلامي حکومت يو مثال وړاندې کوم. تاسو به تاريخ کښې لوستے وي چې يو ځل په مدينه او
دَ هغې په خواوشا کښې قات راغے. دا دَ حضرت عمر فاروق رضي الله عنه دَ خلافت زمانه
وه. هغوي په خپله هم خوراک پرېښودو او قسم ئې وخوړو چې تر څو پورې دې خلقو ته خوراک
په لاس نۀ وي ورغلے نو زۀ به ډوډۍ نۀ خورم. نو زۀ په دې ايوان کښې تاسو ته دا تجويز
وړاندې کوم چې زمونږ ګورنر جنرل، وزيران او دَ دستور سازې اسمبلۍ غړي او اعلٰي
سرکاري عهدېدار کۀ ډوډۍ پرېښودے نۀ شي نو دَ هغې مقدار کښې خو کمے راوستے شي کنه او
دغه شان چې کومې پېسې بچ شي نو هغه به دَ بنګاليانو وروڼو امداد له ولېږو. کۀ مونږ
کوشش وکړو نو دا لوئے آفت چې په مونږ راغلے دے دې سره مخ کېدے شو.
جناب اکشے کمار داس (مشرقي پاکستان جنرل): جناب صدر! نن مونږ دَ هغې آفت متعلق خبرې
کوو، کوم چې په بنګاليانو راغلے دے. جناب! دا آفت په اصل کښې په ټول قوم راغلے دے
ځکه چې دې آفت دَ ملک تقريباً نيمه ابادي په ولقه کښې اخستې ده. دَ دنيا په کوم قوم
هم حتٰي چې جنګ سره مخامخ شوے وي، په هغوي هم داسې لوے آفت نۀ دے راغلے. کوم
نقصانونه او تباهۍ چې دَ مشرقي پاکستان خلقو برداشت کړې، هغه چرې دَ جنګ له وجې هم
په چا نۀ دي راغلي. دا وخت دَ مشرقي پاکستان خلق چې په کومو حالاتو کښې اوسي دَ هغې
بيان ممکن نۀ دے. په کوم حال کښې چې دَ مشرقي پاکستان څلور څلوېښت ملينه خلق دا وخت
دَ تباهۍ سره مخ دي، دَ هغې څوک تصور هم نۀ شي کولے. دا لا دَ تباهۍ شروع ده، دَ دې
نه بدتر حالات لا راروان دي. کله چې اوبۀ کوزې شي نو دَ خلقو مشکلات او تکليفونه به
نور هم زيات شي. په دې تکليفونو کښې دَ شل فيصده نه تر پنځوس فيصده اضافه ممکنه ده
چې راشي.
جناب! مونږ دلته دا منو چې دَ مشرقي پاکستان په خلقو کښې مزاحمتي قوت او برداشت
زيات دے. مونږ دَ هغوي دَ دې خصوصيت ستائنه کوو خو جناب! دَ مزاحمت هم يو حد مقرر
وي دا خلق به تر کومه مزاحمت کوي؟ کۀ دَ دوي په وخت امداد ونۀ کړے شو نو دَ قدرت
سره مقابله به دوي اخر تر کومه کوي؟ دَ مشرقي پاکستان خلق دا وخت دَ مرګ او ژوند په
کشمکش کښې راګېر دي. ورځ او شپه دغه خلق دَ خپل مال اسباب، اولاد، څاروو او دَ خپلو
بچو باره کښې سوچونه کوي کوم چې اوبو وړي دي. لږ دَ هغوي په حالت سوچ وکړئ. هلته
داسې حاملې مېندې وې چې بچي ئې راوړي دي او دا وخت په اوبو کښې ژوند کوي چې په سر
ئې بې دَ اسمان نه بل سېورے نشته. اوبۀ اوس دَ هغوي ټکوڼه ده. دې حالاتو ته هم
وګورئ او بيا دَ مرکزي حکومت دَ دوي دپاره صرف دوه دېرش يا پينځۀ دېرش لکه روپۍ
عطيه. اٰيا دا پېسې دَ هغوي دپاره کافي دي؟
جناب! دا څۀ ښۀ شروعات نۀ دي. دَ قومونو دَ بچ کولو دپاره کروړونه خرچ کول پکار وي
ځکه چې کۀ يو قوم بچ نۀ شي نو بيا حکومتي خزانه کښې دَ کروړونو پرتو روپو فائده څۀ
ده؟ چې دَ ملک نيمه برخه دَ تباهۍ سره مخ ده نو په خزانه کښې دَ کروړونو څۀ ضرورت
دے؟ جناب! زما دپاره دا خبره ډېره تکليف ورکونکې ده چې مرکزي حکومت صرف پينځۀ دېرش
لکه روپۍ تراوسه لېږلې دي. جناب! دَ مشرقي پاکستان انتظام دا وخت دَ مرکز په لاس
کښې دے، له دې وجې نه دَ هغوي دَ بچ کولو ذمه واري هم دَ مرکزي حکومت ده. مرکزي
حکومت دَ هغه ځائے دَ خلقو دَ حفاظت، دفاع او مستقبل ذمه وار دے. دَ مرکزي حکومت له
اړخه مشرقي بنګال له صرف پينځۀ دېرش لکه روپۍ امداد ورکول يو قسم له ټوقې دي. ماته
داسې ښـکاري چې زمونږ وزير اعظم صاحب په دې پوهېدلو کښې بېخي ناکامه شوے دے چې دَ
مشرقي بنګال خلق دَ کومو تکليفونو سره مخ دي.
جناب! مونږ دلته په يو قومي آفت بحث کوو خو دَ ايوان دَ غړو حاضرۍ ته وګورئ چې ډېره
زياته کمه ده. دَ شرم خبره ده چې دَ يو قومي آفت په موضوع دَ خبرو په وخت دَ ايوان
حاضري دومره کمه وي. پکار ده چې مونږ په دې خبره ځان پوه کړو چې دا وخت دَ نيم
پاکستان ابادي دَ خطرې سره مخ ده. لږ دَ خلقو حالت ته وګورئ چې هغوي څنګه ژوند کوي؟
مونږ خپله هم ليدلي دي او اخبارونو کښې هم رپورټونه راځي چې دَ مشرقي بنګال خلق دَ
تېرو اوو کالو نه خپل کورونه نۀ شي جوړولے ځکه چې هغوي سره باڼس او دَ مرمت نور
سامان نشته. باڼس دَ پاکستاني علاقې نه بهر په لوئي مقدار کښې پېدا کېږي خو زمونږ
خلق دَ کسټم دَ مشکلاتو له وجې دَ هغې دَ حاصلولو نه قاصره دي. دَ پينځۀ سوه C.1
شيټونو نه علاوه ما ليدلي دي چې هندوستان څو لکه باڼسونو ورکولو ته تيار دے خو صرف
په دغې هم کار نۀ کېږي. مونږ له به نور باڼس او دَ څاروو دپاره بُوس پکار وي، دا دَ
ټيپرا او اسام په رياستونو کښې ډېر زيات وي. مونږ له به دَ هندوستان نه نور امداد
اخستل پکار وي. دا ټول څيزونه به مونږ له دَ هندوستان نه اخستل وي. امريکه زمونږ
امداد کوي، لکسمبرګ مو مدد کوي، سعودي راسره لاس کوي. دغه شان دَ دنيا څو نور
ملکونه هم مونږ سره مرسته کوي بيا هم مونږ ته دَ نور امداد سخت ضرورت دے. مونږ له
دا ټول څيزونه پکار دي چې غريب خلق خپلې جونګړې جوړې کړې شي. دا ټول څيزونه په
مشرقي پاکستان کښې نشته. هلته داسې خلق دي چې هغوي دَ اوسپنې څادرونه نۀ شي اخستے.