archieves2 A Brief Profile Of Ameer Haider Khan Hoti

A Brief Profile Of Ameer Haider Khan Hoti

A Brief Profile Of Ameer Haider Khan Hoti

Amir Hadier Khan Hoti

ښاغلے اميرحېدرخان هوتي د تحريک آزادئ يو مشر اؤ د باچاخان د کلک ملګري  خدائي بښلي اميرمحمدخان نمسے ، د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي مشر ښاغلي اسفنديارولي خان خورئے ، د مېرمن نسيم ولي خان ورارۀ اؤ د پخواني وفاقي وزير ښاغلي اعظم خان زوئے دے ـ

زلمے حېدرهوتي په پنځمه فرورئ کال ١٩٧١ء کې په مردان کې زيږيدلے دے اؤ د ايچي سن کالج نه ئې ايف ايس سي اؤ د ايډورډز کالج نه ئې ګرېجوېشن کړيدے  دوه ځامن اؤ يوه لور لري ــ

دوئ د خپل سياسي ژوند پئيل په کال ٢٠٠٢ء کې د مردان په صوبايي حلقه په انتخاباتو کې د برخې اخيستلو نه پئيل اوکړلو خو هغه وار ئې د ايم ايم اے په يو اومېدوار اؤ سابق ډپټي اسپيکر ښاغلي اکرام الله شاهد بائيلوده ـ دا ځل دوئ د پي ايف ٢٣ مردان په حلقه د پيپل ګوند د اومېدوار ښاغلي ارشداحمد د شپږ نيمو زرو ووټونو په مقابله کې په يوولس زره ووټونو کاميابي اوموندله ـ
ځوان حېدرهوتي په پښتو ، اردو اؤ انګلسي ژبو په روانه غږيږي اؤ د يو کارکن په حېث په عوامي نېشنل پارټۍ کې خپل يو مقام لري اؤ په عامو غړو کې ډېر معرفي اؤ شناحتي دے ـ

شیئر کریں