د پښتنو سره د نورو غلطو کولو ګنجائش نشته ـ
حېدرخان هوتي
ولې خان يونيورسټۍ مردان کښې د پښتو څانګې په اړه احکامات ورکړل شوي دي
ـ
زاهد بونېرے – پېښور
د پښتونخوا صوبې وزير اعلے ښاغلي اميرحېدرخان وئيلي دي چې په سيمه د پېخو کشالو اؤ
ستونزو د مخنيوي لپاره بايد د افغانستان اؤ پاکستان حکومتونه اؤ د مرکزي حکومت په
وسيله د پښتونخوا اؤ افغانستان په مېنځ کښې اړيکې مضبوطې اوساتل شي اؤ صلاح مشوره
دې دوامي اوساتل شي ـ دوۍ وئيل چې د ډېورنډ د کرښې دواړه اړخ ته اولس د خپلو
رواياتو ، ژبې ، تاريخ ، کلتور ، قامولۍ اؤ مذهب په رشتو پاخه تړل شوي دي ـ ددوۍ
سوچ ، فکر اؤ احساسات تردې چې هره ښه بده يو شان ده اؤ په يو بل خپل اغېز پرېباسي ـ
مونږ د افغان کډوالو د هغوۍ په ناخوښۍ سره د لېږلو په حق کښې نه يو ـ د پېښور په
کنټېنر ټرمېنلو بلوسې د ټهېکدارانو د غېرذمه وارې روئې اؤ د نه تعاون له کبله کيږي
ـ


ښاغلي اميرحېدرخان هوتي دا خبرې هغه بله ورځ د پښتو ټيلي ويژني شبکې (شمشاد) سره په
يوه انټرويو کښې کولې ـ
وزيراعلے وئيل چې په تېرو کلونو کښې پښتون قام ته کوم زيان رسېدلے دے اؤ په دې سيمه
د دې قام د وګړو کومه وېنه توۍ شوې ده ، په تارېخ کښې داسې مثالونه ډېر کم موندل
کيږي ـ
افغانستان ته د روسي قواؤ راتګ ، ددوۍ واپس تلل ، د نائين الېون نه پس په افغانستان
اؤ پاکستان کښې بيا د پالېسو مطابق حالات بدلېدلو سره زمونږ په صوبه ددې ډېر زيات
اثر پرېوتے دے ـ
ښاغلي هوتي وئيل چې هرکله افغانستان د تباهۍ اؤ بربادۍ سره مخ وۀ نو په پاکستان کښې
ډېرو کمو خلقو ته دا اندازه وۀ چې دا اور به يوه نه يوه ورځ دې پله هم راواوړي ـ
بيا چې په وزيرستان کښې اه وډب شورو شو نو په پېښور کښې د خلقو خېال وۀ چې دا
ستونزه صرف د وزيرستان اؤ قبائلو ده ـ مونږ په امن يو ـ
دوئ وئيل چې دا سوچ يوه غټه تېروتنه وه ـ هم ددې سوچ نتيجه ده چې نن دغه هور د
قبائيلو نه وروستو دپښتونخوا صوبې عامو علاقو پورې غزېدلے دے ـ

وزيراعلے وئيل چې حالات بېشکه چې د فکرمندۍ وړ دي ـ د مسائيلو اؤ تکليفونو نه انکار
نه شي کېدلے ولې دا هم حقيقت دے چې په افغانستان اؤ فاټا کښې د امن اؤ ارامۍ نه
بغېر په پښتونخوا صوبه کښې حالات سمے نه شي خوړلے ـ ترڅو چې د حوصلې خبره ده نو
زمونږ حوصلې مضبوطې اؤ لوړې دي ، مونږ تر اوسه د هرقسمه حالاتو مقابله کړې ده اؤ
انشاء الله ائينده لپاره به هم ښه په نره داسې کوو ـ مونږ د پښتنو د بقاء د جنګ
ګټلو اؤ د خپل مورني ټاټوبي د حفاظت لپاره يو واضح فکر اؤ عزم لرو ـ په دې جنګ کښې
کاميابي حاصلول د ټولو په شريکه ذمه داري جوړيږي ـ دوۍ زياته کړه چې که چرې اوس هم
پښتنو خپل ځان اونه پيژندلو نو خدائۍ مه کړه چې ډېر به زيانمن شي ـ د پښتنو سره د
نورو غلطو ګنجائش نشته دے ـ
دوۍ په دې خبره د اطمننان څرګندونه اوکړله چې اوس په پښتنو کښې دا احساس راپېداشوے
دے اؤ دوۍ د مسئلو اؤ کړکېچونو نه وتل غواړي ـ
دوۍ وئيل چې د پښتنو تاريخ ، مزاج ، غېرت اؤ همت ته که اوکتل شي نو په يقين سره
وئيل کېدے شي چې چې پښتانۀ کچرې يو موټے شي نو ګرانې به ورته اسانې شي ـ

صوبې له د نامې ورکولو په حقله د يو تپوس په ځواب کښې دوۍ وئيل چې په پاکستان کښې
په اول ځل د پاکستان صدر په قامي اسمبلۍ اؤ د اقوام متحده په فورمونو باندې دا صوبه
په پښتونخوا نامې ياده کړې ده ـ زمونږ هڅې روانې دي اؤ په خپلو اتحادي ملګرو هم
باوري يو چې دا مطالبه به ترسره کيږي ـ ډېرزر ائيني ترميمونه مېنځ ته راتلونکي دي ـ
په دې کښې دصوبې نامه پښتونخوا اؤ د صوبائي خودمختارۍ د غوښتنې نکتې هم شاملې کړل
شوي دي ـ

په سوات کښې د نظام عدل د معاهدې په حواله وزيراعلے اميرحېدرخان هوتي وئيل چې په
حقيقت کښې نظام عدل د دې ځائې د اولس يو داسې مطالبه وه چې د مودو راسې کېده ـ دلته
د والي د دور نه چې جرګه سسټم اؤ شرعي نظام وۀ ، وروستو د پاټا ريګولېشن په نامه
قانون نافذ وۀ ـ ددې ځائې خلق زمونږ د پاکستان د عدالتي سسټم سره بلد نه وو ـ اؤ
دوۍ په وخت سره وېړيا انصاف غوښتلو ـ دوۍ په موجوده عدالتي نظام خوښ نه وو ـ زمونږ
حکومت د پاکستان د آئين مطابق د کال 
١٩٩٤ء ددې نه وروستو نافذ کړل شوؤ احکاماتو
کښې د لږ څه بدلون سره ددې د عملي کولو اقدام کړے دے ـ
دوۍ زياته کړله چې په سوات کښې د تشدد واقعات کېدل او حالات ډېر خراب وو ـ دوۍ وئيل
چې دا نظام په ټول مالاکنډ ډويژن کښې پلي کيږي چې ورسره د کوهستان اؤ د چترال
پرامنه منطقې هم شاملې دي ـ
د معاهدې د مخالفت په باب له د يو سوال په ځواب کښې دوۍ وئيل چې هرڅوک خپل ځان ته
يو فکر لري ـ بيا هم د يو بل د فکر بايد احترام اوکړل شي ـ دوۍ په ډاګه کړه چې ددې
معاهدې په حواله سره دوۍ د صوبې ټول سياسي ، مذهبي ګوندونه اؤ د معاشرې د کلهمو
طبقو اعتماد ترلاسه کړے دے ـ

يوې اولس کلنې پېغلې ته د کوړو ورکولو د يو وېډيو فلم په باب له چې ځنو چېنلو خور
کړے وۀ ، ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې بنيادي خبره خو داده چې ايا داسې څه واقعه
شوې هم ده کنه ـ اطلاع خو داده چې داسې څه د سره شوي هم نه دي ـ اؤ دا چې دغه وېډيو
جعلي بڼه لري ـ بيا هم که داسې څه واقعه شوي وي اؤ هرکله که شوي وي ، هر پښتون ، هر
مسلمان بلکه هر انسان ددې غندنه کوي ـ دوۍ وئيل چې په سوات کښې د ماشومانو اؤ ښځو
قتل عام اؤ د عامو وګړو د سرونو پرېکولو د مخ نيوي لپاره مونږ د نظام عدل اؤ د امن
په حقله د کوششونو تېزولو پرېکړه کړې وه ـ دوۍ په دې خبره خپله ناخوښي ښکاره کړه چې
په داسې حالاتو اؤ ټاکلي وخت د داسې يو وېډيو مېنځ ته راتل ددې خبرې ثبوت دے چې ځنې
داسې قوتونه شته دے چې نه غواړي ، په مالاکنډ کښې زمونږ د امن پروسه عملي شي ـ
وزيراعلے يوځل بيا په ډاګه کړله چې د افغانستان ، فاټا اؤ پښتونخوا امن اؤ استحکام
د يو بله سره تړلي دي ـ

ترڅو پورې چې د امن معاهدې تعلق دے نو دې خلقو ژمنه کړې ده چې د نظام عدل په نتيجه
کښې هرکله چې امن راشي نو دوۍ به هم د امنيت ژوند تېرولو ته غاړه کېږدي اؤ داسې يو
حرکت به نه کوي چې کوم د سوات ، پاکستان يا ددوۍ کوم ګاونډي ته ترېنه نقصان اورسي ـ
دوۍ واضحه کړله چې د سوات د افغانستان سره غاړه غاړۍ پلۀ نه لري اؤ په قبائيلي
علاقو کښې د شوؤ معاهدو په اړه زمونږ پاليسي واضحه ده اؤ هغه دا چې په هره يوه
معاهده کښې بايد دا شرط ارومرو موجود وي چې د افغانستان اؤ پاکستان دواړو په
مفاداتو به بلوسه نه کيږي ـ مونږ به چرې اونه غواړو چې زمونږ د غاړې دې زمونږ په يو
ګاونډي ګوزار اوشي اؤ دغه شان د خپل ګاونډي هيوادونو نه هم دغه تمه لرو ـ

ښاغلي اميرحېدرخان هوتي وئيل چې د پښتنو تاريخ ګواه دے چې دوۍ د خپلو کشالو د هواري
لپاره همېش جرګو ته اهميت ورکړے دے ـ اؤ دغه شان ئې خپل مسائل حل کړي دي ـ زمونږ
اوس هم دغه موقف دے ـ چې هره مسئله بايد د خبرو اترو د لارې هواره کړل شي ـ دوۍ
وئيل چې د طاقت اؤ زور استعمال بايد هغه وخت اوشي چې بله څه لاره چاره پاتې نه شي ـ

د افغانستان اؤ ايران د سفارتکارو د تختونې په اړه د يو تپوس په ځواب کښې د عوامي
نېشنل پارټۍ نمائينده وزيراعلے وئيل چې دا دواړه پېښې د غندنې دي ـ ايران زمونږ
ګاونډي اسلامي ورور ملک دے اؤ ددوۍ سره زمونږه تاريخي تعلقات پاتې شوي دي ـ بل خوا
افغانستان خو زمونږ دوهم کور دے ـ په دې کښې هيڅ بله خبره نشي کېدے چې د سفارتکارو
حفاظت کول د پاکستاني حکومت ذمه واري ده ـ ده وئيل چې دا مسئله صرف د صوبې سره اړه
نه لري ـ د قبائيلي علاقو سره نزدو والے يا ګاونډوالي زمونږ ستونزې نورې زياتې کړي
دي ـ ولې ددې مطلب دا بالکل نه دے چې مونږ په قبائيلي وروڼو تور پورې کول غواړو ـ
قبائل خو خپله د ستونزو سره مخ دي ـ د ټولو نه زياتې قربانۍ هم دوۍ ورکړي دي ـ
زمونږ اشاره په سيمه کښې د مېشته داسې ګروپونو يا طاقتونو پله ده چا چې هلته کښې
ځان ځان ته واړه واړه سلطنتونه قائم کړي دي ـ اؤ د پولې په دواړه اړخه په داسې قسم
واقعو کښې ککړ دي ـ بيا هم د دواړو سفارت کارو په حفاظت د بيا راوستلو لپاره مونږ
خپل کوششونه جاري ساتو ـ مونږ په دې حقله غافله نه يو ناست ـ ده زياته کړه چې ددې
تختونو سره يو خوا که د باچاخان اؤ خان عبدالولي خان د سپاهيانو د حکومت د سپکې اؤ
بدنامۍ هڅې کيږي نو بله خوا دا قوتونه غواړي چې زمونږ دې د ګاونډي وروڼو سره تعلقات
خراب کړل شي ـ

د يو بل تپوس په ځواب کښې قام پرست وزير اعلے وئيل چې د پاکستان اؤ افغانستان
ترمېنځ ناباوري د دواړو هيوادونو لپاره د نقصان ده ـ هم ددې وران کارو د لاسه کوم
چې په داسې کارونو کښې اموخته دي چې اسلام اؤ انسانيت ېې چا ته هم اجازت نه ورکوي ،
دواړه هيوادونه د مسئلو سره مخ دي ـ دواړه هيوادونه د وران کارۍ د ستونزو ښکار دي ـ
اؤ ددې مخ نيوے صرف په شريکه سره کېدے شي ـ

د ډرون د بلوسو په حقله دوۍ وئيل چې بنيادي خبره داده چې کوم يو ملک ته دا حق نه
رسي چې په يو بل خوداختياره هيواد کښې دې کاروائي اوکړي ـ ددې حملو نه د پاکستان
وجود د خطرو سره مخ شوے دے ـ دا د پاکستان د خود اختيارۍ سراسر خلاف خبره ده ـ ددې
سره به د دهشت ګردۍ پرضد کوششونه هم زيان من شي ځکه چې په داسې کولو د دهشت ګردۍ
پرضد د هلوځلو نه عام اولس زړونه اړوي ـ اؤ ملګېرتيا ئې نه کوي ـ دوۍ واضحه کړه چې
د وران کارو خلاف کاروائي په افغانستان کښې د افغان فوځ اؤ په پاکستان کښې د
پاکستاني قواؤ ذمه واري ده ـ دوۍ زياته کړه چې امريکائي کاروائي د پاکستان اؤ
افغانستان دواړو د مفاداتو په حق کښې نه ځي ـ بايد امريکا د دواړو هيوادونو مفادات
په نظر کښې اونيسي ـ ګنې معاملات به نور تاوجن اؤ ترخجن شي ـ

د ناټو د سپلائي په ټرمينلو باندې د حملو په باب له د يو سوال په ځواب کښې
اميرحېدرخان هوتي وئيل چې په قبائيلي سيمو کښې موجود ځنې قوتونه يا ډلې د هغې سامان
سپلائي څنګه زغملے شي ، کوم چې ددوۍ پر ضد د استعمال لپاره وړل کيږي ـ دا حملې د
ټهيکدارانو د غېرذمه دارۍ اؤ نه تعاون نتيجه هم ده ـ چرته چې دې ټهيکدارانو ته د
پنځوسو کنټينرو د سنبالښت اجازه ورکړل شوې ده ، هلته دوۍ پنځه سوه کنټېنره ايښودي
دي ـ اؤ د دومره لوئ تعداد سنبالښت څه اسان کار نه دے ـ بايد ټهيکداران خپلې ذمه
وارۍ اوپيژني ـ ده وئيل چې حکومت په دې حقله خلق هم نيولے دے ، تحقيقات ئې هم کړي
دي ، خو دا مسئله لږه نازکه ده ـ

وزيراعلے وئيل چې د يو وخت راسې سازش کيږي چې پښتانۀ وران کاري ثابت کړي ـ ولې دا
حقيقت هم په نظر کښې ساتل پکار دي چې دې سره پښتنو خپل ځان اؤ دوست دښمن پېژندلے دے
ـ بايد دوۍ په شريکه سره ددې سازشونو مقابله اوکړي ـ زمونږ د اولې ورځې نه هڅه داده
اؤ زمونږ د حکومت خېال دے چې د خپل کور کشالې بايد مونږ خپلو کښې کېښنو ، هوارې ئې
کړو ـ د جرګې نه بغېر ددې مسئلو هوارے ګران دے ـ مونږ له د خپل کور د مسئلو لپاره د
غېرو په تمه نه دي کېښناستل پکار ـ

د نوې امريکائي انتظامئې د پاليسۍ په اړه د يو سوال په ځواب کښې وزيراعلے وئيل چې
په دې پاليسۍ کښې خواږه تراخۀ ګډوډ پراته دي ـ ولې د هرې يوې پاليسۍ د کاميابۍ
انحصار په دې خبره وي چې دا ترڅومره حده پلي کيږي ـ که په صحيح توګه په دې عمل
اوکړل شو نو په پاکستان اؤ افغانستان دواړو به دا ښه اثرات اوغوزځوي ـ ولې که په
قول اؤ فعل کښې تضاد راغلو نو دا به نه صرف د پاکستان اؤ افغانستان بلکه خپله د
امريکا لپاره هم ګټې رانه وړي ـ

د يو بل تپوس په ځواب کښې حېدرخان هوتي وئيل چې د مردان په خان عبدالولي خان
يونيورسټۍ کښې د پښتو ډپارټمنټ د پرانستلو لپاره دوۍ حکم ورکړے دے ـ

د مرکې په پائې کښې د پښتونخوا وزير اعلے په پښتون قام اؤ په ځانګړې توګه په ځوان
نسل غږ اوکړ چې قام دا وخت د ازمائش سره مخ دے ـ مونږ د تاريخ په يو داسې پړاؤ ولاړ
يو چې نه صرف مونږ له د حال په باب له فکر پکار دے بلکه د مستقبل په اړه هم د خپل
مرام ټاکل دي ـ د وخت تقاضا داده چې مونږ دې د باچاخان د عدم تشدد لاره خپره کړو اؤ
تعميري کردار ادا کړو ـ په دې به مونږ خپل ځان ، کور ، قام اؤ د مستقبل د ستونزو
مقابله اوکړل شو ـ وزيراعلے د پاکستان اؤ افغانستان د مېډيا نه هم خواست اوکړو چې
بايد دوۍ په دې حالاتو کښې قام د حقيقتونو نه خبر اوساتي ـ اؤ د مسئلو په حل کښې دې
خپل لاس امداد اوکړي ـ
دوۍ وئيل چې د دواړو هيوادونو اولس بايد د يو بل د آواز اؤ جذباتو نه خبر اوساتل شي
ـ